د دایکنډي چارواکي: طالبانو ۸ ملکیان او یو پاڅون کوونکی وژلی
د دایکنډي د والي دفتر په دغه ولایت کې د طالبانو د برید له امله د اتو ملکیانو او د ولسي پاڅون د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دایکنډي مرستیال والي محمد علي شهرستاني ازادي راډیو ته وویل، طالبانو سهار د پاتوې په ولسوالۍ کې د برید پرمهال دا کسان وژلي دي.
د شهرستاني په وینا په دې برید کې دوه تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.