د ایران په 'سي سخت ښارګوټي' کې زلزلې ۴۰ تنه ټپیان کړي
د ایران په جنوب لویدیځ کې د سي سخت په ښارګوټي کې د پنځه اعشاریه شپږ ریښتر په کچه د پرونۍ زلزلې له امله، د ایران د رسنیو په وینا لږ تر لږه ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.
د ایران دولتي ټلوېزیون په سیمه کې د یوه چارواکي په وینا خبر ورکړ چې په سي سخت او یاسوج ښارګوټیو کې خلکو له وېرې خپل کورونه پرې ایښې دي، په سیمه کې برېښنا او اوبه قطع شوي دي.
سي سخت د پلازمېنې تهران په پنځه سوه کیلومترۍ کې پروت دی چې نژدې شپږ زره استوګن لري.