Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2021

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د تاوتریخوالي روانه کچه د منلو نه ده

0
د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې د تاوتریخوالي روانه کچه د منلو نه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د شخړو اوسنی کچه د منلو نه ده.

نېډ پراېس وویل، هېواد یې د افغانستان قضیه کې له خپلو متحدانو سره له نژدې همغږي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند چې د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته خبرې کولې، دې برخه کې د ناټو د دفاع وزیرانو نننۍ انلاین غونډه یاده کړه چې د ده په وینا د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن په کې د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو سره له افغانستانه د ناټو د سرتیرو د ایستلو یا پاتې کېدو په اړه بحث کوي.

نوموړې وویل، دوی 'امریکا' په خپل سیستم کې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه ارزوي او دا معلوموي چې طرفونو هغه څه چې هوکړه پرې شوې عملي کړي کنه.

د جو بایډن ادارې تر دې مخکې هم ویلي و چې متحده ایالاتونه له طالبانو سره شوې هوکړه ارزوي څو معلومه کړي چې دې وسله والې ډلې د دې هوکړې له مخې خپلې ژمنې پوره کړي او که نه؟ په دې ژمنو کې اوربند ته رسېدل او د افغان حکومت سره په معنی لرونکو خبرو کې ښکیلېدل شامل دي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د طالبانو له خوا د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په شمول د ځینو امنیتي تضمینونو په بدل کې بهرني ځواکونه د روان کال د مې تر میاشتې له افغانستانه وځي.

نېډ پرایس په دې اړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به د طالبانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پمپیو په څېر مستقیم ښکېل شي او که نه؟ وویل:

"د سولې خبرې روانې دي. موږ او د افغانستان لپاره د ځانګړې استازي (زلمي خلیلزاد) ټیم د دې روانو خبرو ملاتړ کوو. زه دې وخت کې د طالبانو سره د مستقیمې ښکیلتېا په اړه د ویلو څه نه لرم، خو خامخا موږ د روانو خبرو ملاتړ کوو. هماسې چې د یمن په اړه مې وویل موږ هڅه کوو چې د خبرو له لارې د ترلاسه شوي یو، دوامداره هواري په چوکات کې افغانستان ته سوله، امنیت او ثبات راولو."

بل خوا د ناټو د دفاع وزیران نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) پر دې بحث کوي چې د طالبانو سره د امریکا د شوې هوکړې سره سم له افغانستانه خپل سرتیري وباسي او که نه؟

د ناټو د دفاع وزیرانو دا دوه ورځې غونډه له هغې را وروسته چې په امریکا کې جو بایډن د ولسمشر په توګه واک سنبال کړی لومړنۍ داسې غونډه ده.  

سربېره پر دې چې قطر کې د سېپټمبر د میاشتې راهېسې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوي، نه یوازې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې لا زیات شوی دی.

د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې د دې تړون د یو شمېر غړو هېوادونو نظامي او سیاسي چارواکو اندېښنې په ډاګه کړي.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) په ورځ دې هېواد کې وروستی تاوتریخوالی د پخوانیو کلونو د معمول خلاف وباله.

د ناټو د دفاع د وزیرانو له دې انلاین غونډې مخکې د جرمنې دفاع وزیرې انګریت کرمپ-کارینبېور  وویل، د سولې په خبرو کې داسې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی چې د ناټو بشپړ وتل توجیح کړي.

دوه ورځې مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم وویل، طالبان باید نور ګامونه واخلي، څو د امریکا سره د شوې هوکړې ژمنې پوره کړي او له دې هېواده د مې په میاشت کې د بهرنیو سرتیرو ممکنه وتلو ته لاره برابره کړي.

په افغانستان کې د طالبانو زیاتیدونکو بریدونو د امریکا د کانګرس ځیني غړي او د بشري حقونو ځیني نړیوالې ډلې هم هڅولي چې له افغانستانه د ناټو د سرتیرو د هغې وتنې د ځنډېدو غوښتنه وکړي چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال پرې هوکړه شوې وه.

د ناټو د دفاع وزیران له نننۍ غونډې یوه ورځ مخکې افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغانستان د سولې پروسې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

ارګ په یو بیان کې په دې اړه ویلي:" په دې ټیلیفوني مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او په یاده پروسه کې د دواړو هېوادونو د لازیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وشوې."

په بیان کې د دواړو لورو د ټیلیفوني خبرو ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو وايي چې دواړو د افغانستان د سولې د هڅو لپاره پر "سیمه ییزې او بین المللي ډیپلوماسۍ" هم ټینګار وکړ.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году





Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Цой

Гагарина назвала себя жертвой в конфликте с Кормухиной из-за песни Цоя «Кукушка»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Пятеро саратовских гребцов выступят на играх БРИКС

«Зенит» добыл волевую победу в матче с «Балтикой» и завоевал Кубок России

Росгвардейцы обеспечили безопасность футбольного матча в Москве


Александр Зверев

Александр Зверев: «Сказал себе, что хочу стать примером для подражания. Я больше не ломаю ракетки, почти не получаю предупреждений»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Выставка-откровение «О городе своем красивыми словами»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России