د ناټو عمومي منشي له ولسمشر غني سره پر سولې غږېدلی
![د ناټو عمومي منشي له ولسمشر غني سره پر سولې غږېدلی](https://gdb.rferl.org/05D1B17D-38DD-4378-BB8B-CE26E666AAD1_w800_h450.jpg)
د ناټو عمومي منشي له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان د سولې د بهیر او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې ینس سټولټنبرګ نن جمعه (د کب ۱مه) ماسپښین له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې له فعالې ډیپلوماسۍ کار اخلي، څو دا پروسه بریالۍ شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ دوه ورځنۍ غونډې په اړه چې د افغانستان په اړه بحث یې د اجنډا مهمه برخه وه، هم ښاغلي غني ته مالومات ورکړل.