د ناسا له لوري مریخ ته د استول شوې وسیلې ځينې انځورونه خپاره شوي
د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې یا ناسا مریخ ته د استول شوې وسیلې د کېناستو د شېبې په زړه پورې تصویرونه خپاره کړې دي.
په دې رنګه تصویرونو کې چې د ناسا ساینسپوهانو پرون د فبروري په نولسمه خپاره کړل هغه سیلفي هم شامله ده، چې د شپږو ارابو لرونکې دې واسطې، د دې سرې سیارې پر غولي له کېناستو مخکې له ځانه اخیستې ده.
دا عکسونه چې د فضايي الوتنو د تاریخ له مهمو یادګاري تصویرونو څخه به وي، د هغې کمرې په وسیله اخیستل شوي چې د آسماني جرثقیل په نوم د دې فضايي وسیلې په پاسنۍ برخه کې نصب شوې ده.
آسماني جرثقیل چې لویوالی یې د یوه موټر په اندازه دی، د پنجشنبې په ورځ د مریخ پر غولې کېناست.