د صرافانو ټولنې له اشرف غني سره له لیدنې وروسته کاري اعتصاب پای ته ورساوه
![د صرافانو ټولنې له اشرف غني سره له لیدنې وروسته کاري اعتصاب پای ته ورساوه](https://gdb.rferl.org/B8E6B1B5-F7FB-4FB7-BCD1-A3A7691B6F9E_w800_h450.jpg)
د افغانستان حکومت وایي، د افغانستان د صرافانو عمومي ټولنې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دې ټولنې استازو له ولسمشر سره په کتنه کې دغه اعتصاب چې له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې یې پیل کړی و، پای ته ورساوه.
ښاغلی مینهپال زیاتوي: "صرافانو له ولسمشر سره په ماښامنۍ ناسته کې خپل اعتصاب ختم کړ او حګومت به د یوې اوونۍ په دننه کې د صرافانو ستونزو ته رسیدګي کوي."
د افغانستان د صرافانو عمومي ټولنې دغه اعتصاب د افغانستان د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د وروستیو هغو اقداماتو په غبرګون کې کړی و چې د دوی د پیسو خدمتونه او پر هغو د مالیې ورکولیې ډیجیټالي او همیې د کار انفرادي جوازونه د شرکت بڼې ته اړولي و.
دغو صرافانو ویلي چې د دې امکانات نهلري چې په انلاین او ډیجیټالي بڼه دولت ته حساب ورکړي.