د کانګرس یو مخکښ جمهوريپال: بایډن باید له افغانستانه ټول ځواکونه ونهباسي
د امریکا کانګرس یو مخکښ جمهوريپال غړی مایکل مککاول وایي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره باید له افغانستانه ټول ځواکونه ونهباسي.
مککاول چې په استازو جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مخکښ غړی دی، پرون یکشنبه له امریکایي سي اېن اېن ټلوېزیون سره په خبرو کې د هغې ارزونې د موندنو ملاتړ وکړ چې د کانګرس لهخوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعاتو ډلې په دې وروستیو کې ترسره کړې ده.
دغې ډلې چې مشري یې د امریکا د وسلهوالو ځواکونو پخوانی لوی درستیز متقاعد جنرال جوزف ډنفورد کوي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته سپارښتنه کړې چې له افغانستانه دې تر مې میاشتې د امریکایي ځواکونو د وتلو ضربالاجل چې له طالبانو سره د امریکا د تېر کال په شوي تړون کې یې یادونه شوې، تمدید کړي.
ښاغلي مککاول زیاته کړه، دی به هم د بایډن له نوې ادارې سره ګډ کار وکړي چې په افغانستان کې د پام وړ ځواکونه پرېږدي ترڅو د افغانستان او هم زموږ د هېواد د ملي امنیت ګټې خوندي شي.
د بایډن اداره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو چې په اوس وخت کې یې شمېر دوهنیم زرو ته رسېږي، د وتلو او هم له طالبانو سره پر شوي تړون له سره کتنه کوي.