بدخشان کې د غره ښویېدو له امله د سرو زرو یوه کان ۴ کارګر ووژل شول
![بدخشان کې د غره ښویېدو له امله د سرو زرو یوه کان ۴ کارګر ووژل شول](https://gdb.rferl.org/C3BA9A5A-E229-422B-9EB5-6BA78F8B327A_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د بدخشان چارواکو د غره د ښویېدو له امله د سرو زرو د یوه کان د څلورو کارګرو مړینه تأیید کړې ده.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه پرون یکشنبې په کوهستان ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله رحماني ازادي راډیو ته په دې پېښه کې د یوه بل کس د ټپي کېدو خبره کړې او ویلي يې دي چې د غره د ښویېدو پر مهال کارګر په دې کان کې په کارونو بوخت وو.