د امریکایي ځواکونو د وتلو د ضربالاجل له احتمالي تمدید سره د طالبانو مخالفت
طالبانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ضربالاجل له احتمالي تمدید سره کلک مخالفت څرګند کړ او ویېویل چې دا ډله به هېڅکله هم تر مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له پاتېدو سره موافقه ونهکړي.
دا خبره د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د جرمني له ډي پي اې خبري اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوې، کړې.
هغه ویلي که ناټو، امریکا او نور اړخونه غواړي چې دغه اوسنی بحران پای ته ورسوي، نو د حل یوازنۍ غوره لارهیې دا ده چې پر هغه تړون بشپړ عمل وکړي چې د دوی او د امریکا ترمنځ تېر کال لاسلیک شوی دی.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون له مخې ټول امریکایي ځواکونه باید د طالبانو لهخوا د ځینو ضمانتونو په بدل کې تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې پر دې او په ټوله کې په شوي تړون له سره غور کوي او هغه ځکه چې طالبانو خپلې کړې ژمنې نهدي پوره کړي.