امریکا کې په کرونا ویروس د مړه شویو کسانو شمېر نږدې پنځو لکو ته ورسېد
![امریکا کې په کرونا ویروس د مړه شویو کسانو شمېر نږدې پنځو لکو ته ورسېد](https://gdb.rferl.org/c4aeb3a9-e52a-47a6-81f0-a0a5f0b59a2f_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
په امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر نږدې پنځو لکو ته رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې دغلته د دغې وبا پر ضد د واکسین چارې چټکې شوي او د مثبتو پېښو شمېر هم په کمې کچه دوام کړی دی.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر پرون ناوخته امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' د ټولو مړه شویو شمېر ۴۹۸،۸۸۰ ته رسېدلی دی.
په نړیواله کچه پر دې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر دوه نیم ملیونو ته رسېدلی او باور دا دی چې واقعي شمېر ممکن له دې هم ډېر لوړ وي.
داسې ښکاري چې امریکا د کرونا وبا له درېیمې څپې راوتلې او دغلته له تېرو څو اوونیو راهیسې مثبتې پېښې، د ناروغانو بستري کېدل او مړینه د ژمي د لوړې کچې پېښو پرتله د پام وړ کمې شوې دي.
له دې کموالي او د واکسین له تطبیقېدو سره سره روغتیایي چارواکي وایي، تر اوسه د وبا پای ته اوږده لاره پاته ده.