ولادیمیر پوتین او د بلاروس رهبر نن سوچي ښار کې سره ګوري
![ولادیمیر پوتین او د بلاروس رهبر نن سوچي ښار کې سره ګوري](https://gdb.rferl.org/6bc2f3bd-ff36-43db-aa14-648037523166_cx0_cy4_cw0_w800_h450.jpg)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بلاروس رهبر الکساندر لوکاشینکا به نن د روسیې په سوچي ښار کې سره وګوري.
کرملېن تېره اوونۍ ویلي و چې پوتین او لوکاشینکا به پر اقتصادي اړیکو، د انرژي پر مسئلو او امنیتي موضوعاتو بحث وکړي.
دوی داسې مهال سره ګوري چې ټاکل شوې اروپایي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.
ګمان کېږي چې دا ټولنه به پر بلاروس هم خپل بندیزونه عملي کړي.
پر بلاروس د معترضانو، مخالفانو او رسنیو د ځپلو په خاطر بندیزونه لګول کېږي.
بلاروس د تېر کال له ټاکنو وروسته د پراخو اعتراضونو شاهد دی، دې ټاکنو کې لوکاشینکا چې له ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی، بریالی اعلان شو، خو مخالفانیې ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.