د افغانستان دفاع وزارت: کندهار کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان ووژل شول
![د افغانستان دفاع وزارت: کندهار کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان ووژل شول](https://gdb.rferl.org/6A1220FE-8CE2-4F13-8F53-B7848D0306BA_w800_h450.jpg)
د افغانستان پوځ ادعا کوي چې د دغه هېواد په جنوب کې یې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان په یوه هوایي برید کې وژلي دي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د عملیاتو دقیق وخت نهدی یاد کړی، خو ویلي دي چې دغه عملیات د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د دوی په وینا د طالبانو د ماین جوړولو پر کارخونې او زېرمې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه کې وژل شوي پاکستاني اتباع (ماهر ماین جوړوونکي) بلل شوي دي او ویل شوي، د هوایي ګوزار پر مهال دغه کارخونه او زېرمه هم لهمنځه تللې ده.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.