کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه
![کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه](https://gdb.rferl.org/4c30629a-7de8-4e7e-87ec-b51444a14110_w800_h450.jpg)
په کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه .
د افغانستان د وزلوبې فدراسیون رئیس سیف الدین تندغان نن چهارشنبه (د کب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې د پچې اچونې په دغو مراسمو کې ۳۰۰چاپ اچوونکي او له بېلابېلو ولایتونو ١٦ لوبډلې ټاکل شوي دي.
ښاغلی تندغان وایي، د وزلوبې دوهم پړاو سیالۍ د حوت په ١٥ پیلېږي او څه باندې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
نوموړي وویل چې د لوبې له جوړولو هدف دا دی څو غوره چاپ اچوونکي په درېیو کټه ګوریو کې ملي لوبډلې ته وټاکل شي.