ازبېکستان کې د سیمهییز اتصال په اړه نړیوال کنفرانس جوړيږي
![ازبېکستان کې د سیمهییز اتصال په اړه نړیوال کنفرانس جوړيږي](https://gdb.rferl.org/B00DEC93-763B-4E75-A563-84CC06AA3A88_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې چې په ازبېکستان کې ډېر ژر د سیمهییز اتصال په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن چهارشنبه (د کب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ډېر ژر به د سیمهییز اتصال پر ستونزو او فرصتونو په ازبېکستان کې د سیمې د هېوادونو د ولسمشرانو او وزیرانو په کچه کنفرانس جوړ شي.
نوموړي وویل، دې کنفرانس کې ټاکل شوې چې د ازبېکستان، پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو تر څنګ د روسیې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازي هم ګډون وکړي.
له دې کاره موخه دا ده چې په سېمه کې د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي او اقتصادي وده رامنځ ته شي.