امریکا: سایبري برید پرمختللی و چې باید یو هېواد یې تر شا وي
![امریکا: سایبري برید پرمختللی و چې باید یو هېواد یې تر شا وي](https://gdb.rferl.org/f37e5d4e-6aff-4643-8455-e62b58fab64e_w800_h450.jpg)
د امریکا د ټکنالوژي شرکتونو مشران وایي، دغه هېواد کې د حکومت پر کمپیوټري شبکو وروستی سایبري برید دومره پرمختللی و چې باید یو هېواد یې تر شا وي.
د شرکتونو مشرانو پرون د فبرورۍ په ۲۳مه د کانګرس په استماعیه غونډه کې دا خبرې وکړې.
دا وروسته تر دې چې تېر دسمبر میاشت کې دا سایبري برید څرګند شو، په اړه یې لومړنۍ لویه غونډه ده.
استخباراتي چارواکو او نورو سرچینو له دې مخکې روسیه دغو سایبري بریدونو کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.
روسیې بیا دې موضوع کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
د امریکا د تکنالوژۍ شرکتونو مشرانو بیا ویلي، د سایبري برید دقت او پراختیا ته په کتو، د ملامتۍ ګوته روسیې ته نیول کېږي.