کرکټ؛ د زیمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې چمتووالی روان دی
![کرکټ؛ د زیمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې چمتووالی روان دی](https://gdb.rferl.org/E209D6DA-8BB5-4522-A558-E4AB2B889B89_w800_h450.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې پر وړاندې راروانو مسابقو ته په چمتووالي بوخته ده.
په پام کې ده د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلې دوه ټېسټ لوبې او درې شل اووره مسابقې وکړي.
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېست لوبه راروانه سې شنبه (د مارچ دویمه) پیلېږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون ازادي راډیو ته وویل:"د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان په کوربه توب دوې ټېسټ لوبې وشي. د ویلو ده چې د دغو لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پوره چمتووالی لري."
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ به لومړۍ شل اووره مسابقه د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.