د پښتني بانک پخوانی مشر او ۳ کار کوونکي په بند محکوم شول
![د پښتني بانک پخوانی مشر او ۳ کار کوونکي په بند محکوم شول](https://gdb.rferl.org/0EF155B2-A687-47A2-A6CE-8C5B1AB860A1_w800_h450.jpg)
د افغانستان د پښتني بانک پخوانی مشر او درې کار کوونکي په تنفیذي بند او هر یو په ۹۰۰زره امریکايي ډالرو نقدي جریمې محکوم شول.
د اداري فساد د لویو جرمونو پرضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پرون چهارشنبه(د کب ۶مه) د محاکمې پر مهال د پښتني بانک پخوانی مشر حیات الله دیاني په شپږو کلونو او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ.
د دغه بانک درې نور کارکوونکي د تزویر، له قدرته د ناوړه استفادې او د ۹۰۰زره امریکايي ډالرو اختلاس په تور په څه باندې پنځو کلونو بند محکوم شول.
دغه څلور واړه هر یو د۹۰۰زره امریکايي ډالرو معادل نغدي جریمې په ورکړه هم محکوم شول.