سرپل کې یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
![سرپل کې یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو](https://gdb.rferl.org/bcfe3778-356b-49e6-855a-2cef5036cb37_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
په سرپل ولایت کې د ۵۰ ملیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سرپل والي قربانمراد وویل، دغه جمانزیوم په ۱۹۵۰ متره مربع ځمکه کې په عصري ډول جوړ شوی چې په یو وار د ۱،۵۰۰ نندارچیانو ځای لري.
دغه جمنازیوم د جمهوري ریاست د ملي پراختیا برنامې له لوري جوړ شوی.