د اسیا ملتونو جام کې د افغانستان فوټبال ملي ټیم درېیو لوبو وختونه تغییر شول
![د اسیا ملتونو جام کې د افغانستان فوټبال ملي ټیم درېیو لوبو وختونه تغییر شول](https://gdb.rferl.org/4bbb030b-5cfe-43c7-a9c0-e03cdc877ce8_cx0_cy14_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم درېیو لوبو وختونه د کرونا ویروس د ګواښونو له امله تغییر شول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا فوټبال کنفدراسیون د پرېکړې له مخې د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبېدا انتخاب شاته ولوېد.
د ښاغلي مشعوف په خبره دغه سیالۍ به د مارچ میاشت کې نه، بلکې د جون په میاشت کې د (اې) ډلې په یوه هېواد کې وشي.
د (اې) ډلې اسیا ملتونو جام ۲۰۲۳ کال کې کېږي چې د قطر، عمان، افغانستان، هند او بنګلهدېش لوبډلې شاملې دي.