چین وايي شدیده بېوزلي یې بشپړه پای ته رسولې
د چین ولسمشر شي جین پېنګ د شدیدې بېوزلۍ پر ختمولو د خپل هېواد د "بشپړ بري" ادعا کړې او اعلانیې کړی چې په دې برخه کې یې "بشري معجزه " کړې.
خو د هغو معیارونو په اړه پوښتنې شته چې د چین کمونېست رژیمیې د دې ادعا لپاره لري.
په بیجېنګ کې نن (پنجشنبه) په یو لړ مراسمو کې د چین ولسمشر شي پر دې اعلان سربېره د کلیوالي ټولنو چارواکو ته جایزې ورکړې او ژمنهیې وکړه چې د نورې مخ په پراختیا هېوادونو سره به د "چین دا بېلګه" شریکه کړي.
شي جین پېنګ وویل "هېڅ بل هېواد په دومره کم وخت کې سلګونه ملیونه کسان له بېوزلۍ نهشي ایستلی " د نوموړي په وینا دا یوه "بشري معجزه" ده چې په تاریخ کې به پاتې شي.
د چین ولسمشر په ۲۰۱۵ م کال کې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به دې هېواد کې شدیده بېوزلي لهمنځه یوسي. دا د چین د کمونېست ګوند د هغه پلان په ترڅ کې تر ټولو مهم هدف و چې وايي، غواړي د دې ګوند د بنسټ ایښودلو تر ۱۰۰مې کالیزې چې راتلونکي جولای کې پوره کېږي یو "نسبي بسیا ټولنه " رامنځته کړي.
تېر کال بیجېنګ اعلان وکړ چې دوی د خپلې هغې اوږدې مودې موخې ته رسېدلي چې ټول وګړي یې د لږترلږه ۲،۳۰ ډالرو ورځني عاید په لرلو د بېوزلۍ له کرښې پورته شي. د عاید دا اندازه د نړیوال بانک د تر ټولو کم معیار څخه چې ۱،۹۰ ډالر دي یو څه پورته دی، خو تر هغې کمه ده چې د ډېرو عوایدو لرونکو هېوادونو تهیې سپارښتنه کېږي.
نړیوال بانک وايي، چین د ۱۹۷۰مو کلونو راهیسې وروسته له هغې چې د بازار په برخه کې یې اصلاحاتو ته مخه کړه تر ۸۰۰ ملیونو زیات وګړي له شدیدې بېوزلۍ راپورته کړي. تر دې مخکې لسیزو کې د چین د دولت پلانونو د دې کمونېست هېواد اقتصاد ځپلی وو.
د پنجشنبې په ورځ په خپله اوږده وینا کې د چین ولسمشر شي جین پېنګ د چین د سیاسي سیستم ښېګڼې وستایلې او ویېویل بیجېنګ اوس "هغو د پرمختګ په حال کې هېوادونو سره مرسته کوي" چې اوس هم د بېوزلۍ سره لاس و ګرېوان دي.
چین د زېربناوو لکه سړکونو او عصري اپارتمانونو د ودانیو د جوړولو لپاره میلیاردونه ډالر ولګول او په دې برخه کې یې خپلو بېوزله کلیوالي ټولنو کې مالیاتي هڅونې او سبسایډۍ رامنځته کړې.
د چین ولسمشر نن په بیجېنګ کې وویل چې هېواد یې په تېرو اتو کلونو کې د بېوزلۍ د ختمولو سره د مبارزې په برخه کې ۱،۶ ټریلیونه یوَن چې شااوخوا ۲۹۴ میلیارده ډالر کېږي لګولي، خو د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د پلان شویو لګښتونو په اړهیې شمېرې ورنهکړې.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې راپور وايي، دا روښانه ده چې د ۱۹۷۰مو کلونو راهیسې په چین کې د ژوند معیارونه په ډراماتیکه توګه بدل شوي دي، خو د بیجېنګ دا ادعا چې وايي په بشپړه توګهیې شدیده بېوزلي پای ته رسولې له شکونو سره مخ ده.
منتقدان په دې برخه کې د بېوزلۍ لپاره د نسبتاً ټیټې کرښې ټاکل او د بېوزلۍ د ختمولو لپاره په بېله شوې بودجه کې د فساد د قضیو ادعاوو ته ګوته نیسي.
دوی په دې اړه هم پوښتنې راپورته کړي چې د بېوزلۍ په اړه د چین د حکومت رسمي معلومات خو به د دې لپاره بدل شوي نهوي څو د چین د واکمن ګوند د سیاسي اهدافو سره سمون ومومي.