د کندهار د فوټبال فدراسیون د 'سي' لایسنس د ورکړې کورس پیل کړ
د کندهار د فوټبال فدراسیون نن شنبه (د کب ۹مه)د فوټبال روزونکیو ته د C لایسنس د ورکړې کورس پیل کړ.
د یاد کورس لپاره د کندهار ولایت څخه ۱۸ کسانو او د نیمروز ولایت څخه ۶ کسانو نوملیکنه کړې ده.
یاد روزنیز پروګرام به د کابل د فدراسیون استاد محمد طاهر رووفي او محمد فیض فیضي لهخوا تدریس شي.
دا کورس به ۱۳ ورځې دوام وکړي.