جلال اباد کې چاودنې یو ملکي وواژه او د ولایتي شورا غړی یې ټپي کړ
ویل کېږي چې دا چاودنه د جلال اباد ښار په مال منډوي سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل رسنیو ته په استولو معلوماتو کې تایید کړې ده چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د یوه ملکي وګړي مړی او عبدالقهار قدیر په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي
عبدالقهار د پخواني جهادي قوماندان حاجي عبدالقدیر زوی دی.
