قرغزستان: تاجکستان سره امنیتي وضعیت لاهم ترینګلی دی
![قرغزستان: تاجکستان سره امنیتي وضعیت لاهم ترینګلی دی](https://gdb.rferl.org/692f9019-b8db-4b70-8eb1-28bd549f37fc_cx0_cy5_cw0_w800_h450.jpg)
د قرغزستان چارواکي وايي، له تاجکستان سره په لانجمن سرحد کې امنیتي وضعیت د تېرو څو ورځو نښتو په دوام لا هم ترینګلی دی.
په هغو نښتو کې چې په تېرو درېیو ورځو کې په دې سیمه کې وشوې د ملکي وګړو په ګډون له ۴۰ زیات کسان مړه او لسګونه نور تپیان شول. دا نښتې په تېرو لږ تر لږه درېیو لسیزو کې ساری نه لري.
د قرغزستان د سرحدي خدماتو ادارې نن شنبې (د غويي ۱۱مه) وویل چې د ګډ سرحد پر لور د تاجکي ځواکونو د پوځي تجهیزات تحرکات یې ثبت کړي دي.
دا اداره وايي چې تاجکي ځواکونو په باتکین سیمه کې هغه سړک بند کړی دی چې د قرغزستان دوه مهمې سرحدي سیمې سره نښلوي.
تاجکي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د باتکین د سرحدي سیمې په شااوخوا کې د قرغزستان او تاجکستان د پوځي ځواکونو ترمنځ نښتې د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شوې چې د دې سیمې اوسېدونکي سره ونښتل او پر یو بل یې د ډبرو ګوزارونه وکړل، خو له دې پېښې ۲۴ ساعته وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اوربند اعلان شو.