Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

د رسنیو پر کارکوونکو د حملو له کبله کندز کې د 'ښځینه خبریالانو حضور کم' شوی

0
په کندز ولایت کې د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چارواکي وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رسنیو پر کارکوونکو او خبریالانو په ځانګړې توګه ښځو د حملو له کبله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور مخ پر کمېدو دی.


دوی زیاتوي، که حکومت د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه‌کړي، ښايي په سیمه‌ییزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کچه تر دې هم ټيټه شي.


په کندز کې د اورانوس په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون مسؤل هدایت‌الله زیارمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "څرنګه چې تاسو ته جوته ده، په تېرو دوو کلونو کې د امنیتي ستونزو له کبله د ښځینه خبریالانو حضور په سیمه‌ییزو رسنیو کې کم شوی دی. مخکې موږ تر ۸ نفره پورې کارکوونکي درلودل، متأسفانه اوس له صفر سره مخ شوي یو. یعنې په سیمه‌ییزو رسنیو کې ښځینه خبریالانې کار نه‌شي کولای."


هغه ښځې چې لا هم په سیمه‌ییزو رسنیو کې کار کوي، خبرداری ورکوي، که وضعیت همدا ډول ادامه پیدا کړي ښايي پاتې ښځې هم له رسنیو سره مخه ښه وکړي.




په دغه ولایت کې د یوې سیمه‌ییزې راډيو کارکوونکې عفت همت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "څو کاله وړاندې نجونو په خورا لېوالتیا سره په رسنیو کې کار کاوه. په کندز کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او نجونې په داسې یو شرایط کې په رسنیو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي." 


په نوموړي ولایت کې د یوې بلې سیمه‌ییزې راډیو خبریاله حورا محمد هم وايي چې د امنیتي ګواښونو له کبله‌يې ځینو همکارانو دندې پرېښي او یو شمېر نورې د خوندیتوب احساس نه‌کوي.


دا وايي: "د کندز امنیت ټولو ته معلوم دی او له همدې کبله نجونې نه‌شي کولاي په رسنیو او یا په نورو دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار وکړي. په داسې وضعیت کې طبعاً هېڅکله مور او پلار خپلو لوڼو ته اجازه نه‌ورکوي چې له کوره بهر کار وکړي."




د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي هم وايي چې د تېرو ۱۰ کلونو په پرتله نه‌یوازې په رسنیو کې، بلکې په یو شمېر نورو ادارو کې هم د ښځو حضور کم شوی دی.


مېرمن یفتلي زیاتوي: "موږ اوس په کندز کې امنیت او خوندیتوب نه‌لرو او د فعاله ښځو اندېښنې ډېرې شوې دي. زیات شمېر ښځو خپلې دندې پرېښې دي. زه دا تأییدوم په هغه کچه چې ۱۰ کاله او شپږ کاله مخکې ښځو په خورا لېوالتیا سره په رسنیو کې کار کاوه اوس هغه حضور ډېر کمرنګه شوی دی."


په کندز کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شهباز صابري له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې په دغه ولایت کې د لوړ امنیتي ګواښونو له کبله په سیمه‌ییزو رسنیو کې د نجونو حضور د پام وړ کم شوی دی.


ښاغلي صابري وویل: "له بده مرغه په کندز او شمال ختیځ زون کې د ښځو لپاره د کار فضا خورا محدوده شوې ده. امنیتي ګواښونه، په کاري چاپېریال کې نه‌خوندیتوب، ټولنیزې ستونزې او له نجونو د کورنیو نه‌ملاتړ هغه لاملونه دي چې له کبله‌یې په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی دی."




خو د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت امنیتي ارګانونه د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په خاطر له هېڅ ډول هڅو ډډه نه‌کوي.


په کندز کې اوس‌مهال ۱۲ سیمه‌ییزې خصوصي راډيوګانې، ۳ خصوصي ټلوېزیونونه او ۱۰ چاپي رسنۍ فعالیت کوي چې لسګونه کسانو ته په‌کې د کار کولو بوختیا برابره شوې ده.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России