Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

اشرف غني: د سولې بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي

0
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره‌یې کتلي دي.


د جمهور رئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل ازادي راډیو ته وویل چې په دغې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې د بهیر اړوند د خپلو فعالیتونو په اړه ښاغلي غني ته راپور ورکړی دی.


د اغلې مورچل په وینا، په دغه کتنه کې دغه‌شان جمهور رئیس، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام سره، نویو واقعیتونو ته په کتو د سولې بهیر په همغږۍ ټینګار کړی دی.




اغلې مورچل زیاتوي: "ښاغلي غني وویل چې سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اړتیا ده، خو دغه بهیر باید د افغانستان نویو واقعیتونو سره متناسب وي."


دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خلیلزاد مخکې تر دې د افغان سولې په اړه د اسیايي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.


ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په تاشکند کې یې د ازبکستان، تاجکستان، فزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د افغان سولې د بهیر د تازه مسایلو او په دې برخه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د رول په اړه خبرې کړې دي.




نوموړي ویلي چې د افغانستان سوله د منخنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو د سولې او امن لپاره ډېره اړینه ده.


ویل کېږي چې ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د جنبش اسلامي ګوند له مشر مارشال عبدالرشید دوستم سره هم کتلي دي.


د افغان سولې بهیر کې د خلیلزاد له هڅو سره سره او دا چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د سولې خبرو ته د طالبانو د را ګرځیدو په تړاو نهیلۍ زیاتې شوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي چې له طالبانو او نورو اړخونو سره کار کوي څو د دوحې او استانبول ناستې دوام ومومي.


اغلې لاینز د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» کابل کې د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هغه به په کابل او دوحه کې له حکومت، سیاسي مشرانو او مدني ټولنو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


مېرمن لاینز دغه‌شان د افغانستان او سیمې له هېوادونو  سره د کار د دوام او د نړیوال ملاتړ خبره هم کړې ده.




دا وايي: "موږ به له طالبانو او نورو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې په دوحه کې خبرې اترې همداسې دوام ولري او همدا شان د استانبول غونډه دوام پیدا کړي. دلته یوه حل لاره ده چې هغه سوله ده."


د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د دوی هڅې تر ډېره د رسنیو د ازادۍ، د سولې پروسې او د بشري حقونو ملاتړ باندې متمرکزې دي.


په همدې حال کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش په دغه ناسته کې د سیاسي مشرانو او حکومت ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ. 


ښاغلي دانش وویل چې ټول باید له خپلو شخصي او ډله‌ییزو ګټو تېر شي او د یوې تګلارې په غوره کولو د سولې لپاره د طالبانو پر وړاندې په یوه لیکه کې ودرېږي.


د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، طالبان نور د جګړې مشروعیت نه‌لري او د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د دوی جګړه ناروا ده.


طالبانو د ښاغلي دانش د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا نوې خبرې نه‌دي او تبلیغاتي بڼه لري.


ښاغلي دانش له کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو وغوښتل چې طالبان دې ته اړ کړي څو سیاسي حل لاره ومني.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России