Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

د مصالحې عالي شورا: د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان څنډې ته کولو په معنی نه‌دی

0
‎له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او خلکو ته د افغان حکومت چارواکو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ!


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا یو مرستیال وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د دغه هېواد د څنډې ته کولو په معنی نه‌دی.


‎اسدالله سعادتي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسۍ لپاره د افغان ښځو سازمان په یوه ناسته کې وویل چې نړیواله ټولنه به تر دې وروسته هم افغانستان یوازې نه‌پرېږدي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.


‎‎ښاغلی سعادتي زیاتوي: "که افغانستان بیا د نړیوال کړکېچ سیمه باندې بدل شي، که افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو مرکز وګرځي، له دغه هېواده چې کومه نا امنۍ خپرېږي، له دغه هېواده کومې ستونزې چې رامنځته کېږي، هغه اور چې په دغه هېواد کې بلېږي، لوګي به‌یې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو نورو سترګې هم وسوځوي، په ځانګړې توګه د لوېدیځو هېوادونو."


‎ښاغلی سعادتي وایي، نړیوالو هېوادونو په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان کې د خپلو ګټو پر بنسټ ډېرې مرستې او پانګونې کړي، نو په خبره‌یې له همدې امله خپلې امنیتي، ‌‌‌‌‌‌ډیپلوماتیکې، سیاسي او مالي همکارۍ نه‌شي بندولی.




د ملي مصالحې عالي شورا دغه چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دوه ورځې وړاندې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي او ټاکل شوې د راروانې سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې دا بهير بشپړ شي.


‎وړاندې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم په دې اړه خلکو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی و.


‎بل‌خوا په یاده ناسته کې چې د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسۍ لپاره د افغان ښځو د سازمان له لوري جوړه شوې وه د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیالې حسنا جلیل ټینګار وکړ چې د سولې په پروسه کې دې د افغان ښځو ونډه له پامه نه‌غورځول کېږي.


‎اغلې جلیل وویل، افغان ښځې د داسې سولې غوښتونکي دي چې په راتلونکي یې د پرمختګونو مخه ‌‌‌‌‌‌ډب نه‌کړي: "افغان ښځې سوله غواړي، موږ ۲۰ کاله وجنګېدو، نو بالاخره داسې ځای ته باید ورسېږو چې خپل پرمختګ چټک کړو، کله چې په ولایتونو کې مو جګړې او نښتې دوام مومي، زموږ د پرمختګ مخنیوی کوي، نو موږ سوله غواړو خو داسې سوله نه چې موږ تېرو کلونو یا ۱۳۸۰ کال ته بېرته ستنوي چې موږ یې له سختو ستونزو سره مخ کړي وو، نو بیا هم وایو سوله غواړو، جمهوریت غواړو او په جزئیاتو کیې د ښځو ونډه غواړو."




که څه هم د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي افغان ښځو ته د هغوی د حضور په اړه ‌‌‌‌‌‌ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ښځو له نظریاتو پرته دغه بهیر ناقص دی.


‎خو تر دې وړاندې هم د بېلابېلو ادارو، بنسټونو او د افغان ښځو د حقونو د فعالانو له لوري نیوکې شوې وې چې ګواکي له طالبانو سره د سولې په پروسه کې د ښځو ګ‌‌‌‌‌‌ډون کمرنګه دی.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России