Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

د افغان خبریالانو په اړه د یوناما، ګڼو نورو هېوادونو او نړیوالو ټولنو اندېښنې

0
د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوناما په ګډون بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په درېدو ټینګار کړی دی.


په هغه ګډه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» د افغان خبریالانو او د رسنیو له کار کوونکو د ملاتړ په هدف خپره شوې، په‌کې د رسنیو او د بیان له ازادۍ کلک ملاتړ شوی دی.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما)، اروپایي ټولنې او یو شمېر هېوادونو اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه به د دې هېواد د خبریالانو او رسنیو ترڅنګ ودرېږي او د افغان خبریالانو ملاتړ به وکړي.


په دغه اعلامیه کې له یوناما او اروپايي ټولنې سره، امریکا، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هالنډ، ناروې، سویډن او انګلستان شامل دي.


په اعلامیه د افغان خبریالانو پر وړاندې محدودیت سره مخالفت شوی او د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي لړۍ په درېدو ټینګار شوی دی.




دوی دغه‌شان غوښتنه کړې چې د خبریالانو خوندیتوب باید یقیني شي او هغه کسان چې د رسنیو له کارکوونکو سره تاوتریخوالی کوي هرومرو باید محکمې ته راوکاږل شي.


په اعلامیه کې اندېښنه مطرح شوې چې لاهم خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکي له جدي ګواښ سره مخ دي. 


تر دې مخکي د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې افغان چارواکي باید د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.


خو د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش نن دوشنبه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان حکومت د خبریالانو خوندیتوب او امنیت ساتلو لپاره ژمن دی او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې قضیې څېړل شوې دي.


نوموړي د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون د یو شمېر هغو خبریالانو نومونه واخیستل چې وژونکي یې نیول شوي دي.


ښاغلی دانش وايي: "د بېلګې په ډول د تاوتریخوالي وروستیو قضیو عاملین نیول شوي، د الیاس داعي، د رحمت‌الله نېکزاد، بسم‌الله عادل ایماق، ملاله میوند، یوسف رشید، د عبدالمنان ارغند او د کابل په شش درک سیمه کې د نهو خبریالانو د وژنو عاملین او د کابل په لوېدیځ کې د صمیم فرامرز، رامین احمدي، د بي‌بي‌سي خبریال احمدشاه قاتلین نیول شوي دي او دوسیې یا څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې دي او یا هم محکمې فیصله کړې ده."




ښاغلي دانش دغه‌شان وویل، هغو خبریالانو چې د امنیتي ګواښونو له امله وطن پرېښی و بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.


اخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې دیبرا لاینز په یاده غونډه کې وویل چې افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په ټولو خواوو یې غږ وکړ چې د افغان خبریالانو د حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.


دې سره هم‌مهاله د بیان ازادۍ کور هم د خبریالانو په روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده.


د بیان ازادۍ کور مشر دانش کړوخېل ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "هدفي وژنې، د ژورنالېستانو امنیت، اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی د ژرنالېستانو مهمې ستونزې دي چې موږ یې اندېښمن کړي یو، زموږ هیله دا ده چې د جګړې ښکېلې خواوې باید د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي."


دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته په افغانستان کې هدفي وژنې په ځانګړي ډول پر خبریالانو او مدني فعالانو زیاتې شوې دي.


افغان حکومت د دغو حملو مسؤل طالبان بولي، خو طالبانو په وار وار په دغو حملو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России