هرات کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۲ کسان مړه شوي
د هرات چارواکي وايي ۲۲ کسان په دوو ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو له امله مړه شوي.
د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل سېلابونه له پرونه په ادرسکن او اوبه ولسوالۍ کې راوتلي او لا هم روان دي.
هغه وویل، ۱۲ کسان په ادرسکن او ۱۰ په اوبه کې مړه دي چې اکثر یې ماشومان، ښځې او د زاړه عمر کسان دي.
ښاغلي فرهاد وویل دې سېلابونو سلګونه هستوګن کورونه وران کړي، سلګونه غوایان او پسونهیې ور مړه کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکهیې لاندې کړې ده.
د هرات چارواکي وايي د بېړنیو مرستو رسولو کمېټې خپل کار پيل کړی او هڅه کوي چې زیانمنو ته رسیدګي وشي.