غني: له طالبانو د پاکستان ملاتړ له افغانانو سره د دښمنۍ په معنی ده
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، که پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي د افغانستان له خلکو سره د دښمني لار یې خپله کړې.
فارن افیرز خپرونې نن (د غویي په ۱۴مه)د ولسمشر غني یوه مقاله خپره کړې ده چې دا خبرې په کې یادې شوي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو په ملاتړ سره به پاکستان اقتصادي فُرصتونه چې د سیمې اتصال ته لار هواروي له لاسه ورکړي.
افغان ولسمشر همدا راز ویلي چې د سولې لپاره تر ټولو لوی خطر د طالبانو غلطه محاسبه ده.
د هغه په خبره طالبان فکر کوي چې ناټو او امریکا یې مات کړي ځکه د دې ډلې مشرانو هېڅکله د سولې مفکوره نه ده منلې او د سیاسي حل لارې پر ځای یې جنګ غوره کړی دی.
وسله والو طالبانو او پاکستان تر اوسه پورې د ولسمشر غني د دې لیکنې او څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.