امنیتي چارواکي: طالبانو له درې ورځو راهیسې په هلمند کې پراخې حملې پیل کړي
افغان امنیتي چارواکي وايي، له درې ورځو راهیسې په هلمند ولایت کې طالبانو پراخې حملې پیل کړي او امنیتي ځواکونه ورسره په نښتو بوخت دي.
د هلمند د ولایتي شورا رئيس عطاء الله افغان په وینا، نن درېیمه ورځ ده چې طالبانو له بېلابېلو اړخونو پر لښکرګاه ښار پراخې حملې پیل کړي او په نتیجه کې يې د ښار شااوخوا ۱۰ امنیتي پوستې هم سقوط شوې دي. جګړې تر نن سې شنبې دوام وکړ او د معلوماتو پر اساس سلګونه کورنۍ له خپلو کورو بېځایه شوي.
عطاء الله افغان وايي، د یادې جګړې پر مهال افغان هوايي ځواکونو پر وسلهوالو طالبانو بریدونه کړي چې پر مهالیې د طالبانو د نظامي قوماندان ملاګل اغا په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او تر۳۰ زیات ټپیان شوي دي.
همداراز په دې جګړه کې ۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.
په سیمه کې د ازادي راډیو د خبريال د معلوماتو پر اساس افغان امنیتي ځواکونو هوايي عملیات پیل کړل او سیمې تهیې کمانډو ځواکونه ولېږل.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
د هلمند ځايي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ويلي.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په هلمند کې د جګړې پر مهال تر ۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي دي، خو په دې اړهیې نور جزئیات ورنهکړل.
د وسلهوالو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بیا د افغانستان دفاع وزارت لهخوا د طالبانو د دومره شمېر د مرګژوبلې ادعا رد کړې او ویلي یې دي د دوی یوازې یو کس په هلمند کې وژل شوی.
احمدي ادعا کړې افغان پوځیانو تهیې درنه مرګژوبله اړولې.
د افغانستان دفاع وزارت دا اعلان هم کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې د روانې جګړې پر مهال د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسلهوال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسېدونکي وو.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټرپاڼه دا خبره رد کړې او لیکلي یې دي چې په هلمند کې د القاعده هېڅ غړی نهشته.
د هلمند جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شول. که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شوه، امریکا باید خپل ځواکونه له افغانستانه د مې تر لومړۍ نېټې ایستلي وی، خو دغو ځواکونو وتل پیل کړي دي او د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی دی چې خپل ټول ځواکونه به د سپټمبر تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وباسي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال امریکايي ځواکونو دوه ورځې وړاندې په هلمند کې یو نظامي کمپ افغان ځواکونو ته وسپاره.
پر دې سربېره چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل پیل شوي، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې حملې زیاتې شوي چې وروستۍ يې په لوګر کې د جمعې د ورځې موټر بم حمله ده.
په دې حمله کې تر ۲۵ ډېر کسان ووژل شول او تر ۱۱۰ پورې ټپیان شول.
د معلوماتو پر اساس دا کسان ډېری یې ملکیان او هغه زدهکوونکي وو چې له ازرې ولسوالۍ څخه پل علم ته د کانکور د امتحان په خاطر تللي وو.