ننګرهار کې د اوسپنې سکټور کې پانګونه لس میلیونه ډالرو ته رسیدلې
![ننګرهار کې د اوسپنې سکټور کې پانګونه لس میلیونه ډالرو ته رسیدلې](https://gdb.rferl.org/7525f934-bf7f-43d3-91af-ec1938d1e930_w800_h450.jpg)
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ننګرهار د اوسپنې په سکتور کې د پانګونې کچه لس میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د غویي په ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، په یاد ولایت کې د اوسپنې د ویلي کولو ۱۳ فابريکې فعاله دي چې د ګول سیخ او اوسپنیزو توکو بېلابېل تولیدات لري.
د ښاغلي احمدي په خبره د اوسپنې ویلي کولو یاده فابریکه هره ورځ له لسو څخه تر دېرش ټنو اوسپنې د ویلي کولو او د ګول سیخ تولیدونکي فابریکې په ورځ کې له ۲۵ تر اویا ټنو ګول سیخ د تولید وړتیا لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اوسپنې د ویلي کولو د اړتیا وړ زیات اومه توکي له کور دننه ترلاسه کوي او کم شمېر يې له بهره واردېږي.