پاریس کې پر یوې بم چاودنې تورن ایرانی ډيپلومات په ۲۰ کاله بند محکوم شو
په بلجیم کې د هغه ایراني ډیپلومات چې د پاریس په یوه څنډه کې د ایران د مخالفانو پر یوه لاریونیې بم چاودنه پلان کړې وه، د ۲۰ کلونو بند سزا وروسته له هغې تأیید شوه چې هغه د استېناف له دعوا ډډه وکړه.
د اسدالله اسدي په نوم د ویانا مېشتي دغه ایراني ډیپلومات مدافع وکیلانو نن وویل چې مؤکلیې پرون سې شنبه په ۲۰۱۸ کال د پاریس په لمنه کې په تبعید شوې، د ایران د مجاهدین خلق ډلې پر یوه لاریون د بمي حملې د پلانولو پر تور پر ترورېستي هڅې مجرم وپېژندل شو.
درې نورو تورنو ته هم د بند سزاوې ورکړل شوې دي. د حملې دغه پلان د فرانسې، جرمني او بلجیم د امنیتي ادارو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې شنډ کړای شو.