Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

افغانستان، د خوړو له کمښت سره مخ د نړۍ درېیو هېوادونو کې شامل شو

0
د خوړو له بحران سره د مبارزې نړیوالې شبکې، افغانستان د نړۍ په هغو درېیو هېوادونو کې شمېرلی چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.  


دغې شبکې په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې ناامني، د کرونا ویروس خپرېدل او طبیعي پېښې، د خوړو د نه‌خوندیتوب لاملونه دي.


د خوړو نړیوال سازمان (دبلیو.اېف.پي) ویلي هڅې کوي چې په روان کال کې د افغانستان له ۱۰ ملیونو بې‌وزلو سره مرستې وکړي.


افغانستان کې د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني ویلي چې افغانستان د نړۍ د هغو ۱۰ هېوادونو په لړ کې شامل دی چې د خوړو ډېر لږ خوندیتوب لري. 


ښاغلي اماني د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د ۱۶» ازادي رادیو ته وویل: "ډبلیو.اېف.پي په پام کې لري چې د خپلو جلا جلا پروګرامونو له لارې له ۱۳ ملیونو بې‌وزلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي یا ورته د دغو موادو د ترلاسه کولو په خاطر نقدې پیسې ورکړي چې له دغه وضعیته ووځي."




په افغانستان کې د خوړو د نه‌خوندیتوب ستونزه دومره جدي ده چې په کابل او نورو ولایتونو کې ډېری کسان له ګڼو ستونزو سره مخ او اړ وتي چې له خلکو سوال وکړي.


د کندهار اوسېدونکی۴۳ کلن اسدالله وايي، د بې‌وزلۍ او نېستۍ له امله ډېر وخت کېږي چې غوړ خواړه‌یې نه‌دي څکلي.


دی وايي هره ورځ د کار په لټه بازار ته وځي، له سهار تر غرمې انتظار باسي چې څوک‌یې مزدورۍ ته بوځي، خو د ده په خبره په میاشت کې ورته یوه ورځ هم کار نه پیدا کېږي.


دی وايي پنځه اولادونه لري، پرته له ځانه د ګټې وټې څوک نه‌لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.


اسدالله زیاته کړه: "د غریبۍ له امله دې حالت ته رسيدلی یم چې په ټوله روژه کې مې یوازې دوه ځلې غوړ شی خوړلی دی، په چایو او ډوډۍ شپې ورځې تېروو، هره ورځ کار پسې وځم، خو نه پیدا کېږي."  


یوازې دی نه‌دی چې له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ سر ټکوي، بلکې د ده په شان په کابل او نورو ولایتونو کې ډېری کسان شته چې له  ورته ستونزو سره مخ دي.


په ورته وخت کې، طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي وايي چې د بېلابېلو ګواښونو له امله په روان کال کې هېواد، ډېرو نړیوالو مرستو ته اړ دی.




ښاغلی عظیمي زیاتوي: "د افغانستان وضعیت د مرستو ډېرو ژمنو ته اړتیا لري، که دغه وضعیت سم مدیریت نه‌شي، د کرونا درېیمې څپې، جګړو او وچکالۍ ته په پام، طبیعي ده چې په دې هېواد کې به د خوړو د نه‌خوندیتوب ستونزه ډېره شي."


دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان اوس د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره مخ دی او په ځینو ولایتونو کې سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.


سربېره پر دې اوس د افغانستان په ډېری ولایتونو کې جګړې روانې دي او احتمال لري چې د بې‌ځایه شویو او اړو شمېر په‌کې ډېر شي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России