د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د الوزول شویو پایو جوړول پیل شوي
![د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د الوزول شویو پایو جوړول پیل شوي](https://gdb.rferl.org/69f36e1e-edcb-4cfd-a618-0cf318daeeeb_w800_h450.jpg)
د افغانستان برېښنا شرکت وايي د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوو نړول شویو پایو جوړول پیل شوي دي.
د دغه ریاست په وینا، دغه دوه پایې نن سهار وختي په میرزاخېل سیمه کې د ماینونو د چاودنې په نتیجه کې نړول شوي او درېیمه پایه یو څه تخریب شوې ده.
تر دې پېښې وروسته په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا جریان تر ډېره پرې شوی دی.
د پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.