د اسرائیلي پولیسو په ډزو کې ۲ فلسطینیان ووژل شول او یو ټپي دی
![د اسرائیلي پولیسو په ډزو کې ۲ فلسطینیان ووژل شول او یو ټپي دی](https://gdb.rferl.org/2DE3F7FB-0582-4254-9E18-E310897B5870_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې نن دوه فلسطینیان هغه وخت ووژل شول او درېیم تن سخت ټپي شو چې لومړی یې د اسرائیل پر یوه پوځي اډه ډزې وکړې.
د اسرائیل سرحدي پولیسو وویل، دغو درېیو فلسطینیانو سرحد ته نږدې د پولیسو پر پوځي اډه ډزې وکړې.
د پولیسو په خبره، سرحدي پولیسو په ډزو دوه حمله کوونکي ووژل او درېیم تن چې سخت ټپي شوی، یوه روغتون ته وړل شوی دی.
په همدې حال کې د اسرائیل پولیسو ویلي چې ۱۵ کسانیې په ختیځ بیتالمقدس کې له یوې شخړې وروسته نیولي دي.
د اسرائیل د پولیسو په وینا دغو کسانو سهار مهال په شېخ جراح سیمه کې پر پولیسو او وسایطو ډبرې هم ګوزار کړې وې.