خلیلزاد: د افغانستان د سولې د پروسې ستونزه بې باوري ده
![خلیلزاد: د افغانستان د سولې د پروسې ستونزه بې باوري ده](https://gdb.rferl.org/3aec20d1-9cef-4266-b6d5-6fd972035c50_tv_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د سولې په خبرو کې اصلي ستونزه دا ده چې ښکېل لوري پر یو بل باور نه لري. خلیلزاد دا خبره په دوشنبې کې د ازادي راډیو د تاجکي څانګې له خبریال ملا رجب یوسف سره یوه ځانګړې مرکه کړې. په دې مرکه کې له ښاغلي خلیلزاد نورې پوښتنې هم شوې. خو پیل کې ترې تاجکستان ته دده د سفر په اړه پوښتنه شوې.