Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

افغانستان کې د جګړو شدت؛ 'طالبان د مرکزي بغلان له زاړه ښاره' په شا کړل شول

0
افغانستان کې د جګړو شدت؛ 'طالبان د مرکزي بغلان له زاړه ښاره' په شا کړل شول

د بغلان ولایتي چارواکي وايي چې دغه ولایت ته ځانګړي افغان امنیتي ځواکونه رسېدلي او وسله‌وال طالبان‌يې د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له زاړه ښاره په شا کړي دي.

دا ولایت تېره شپه د سختو نښتو شاهد وو. طالبانو د مرکزي بغلان او دغه‌شان د دهنه غوري ولسوالیو د زیاتو سیمو د نیولو ادعا کړې وه.

دواړه ښکېل اړخونه یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد په نهه ولایتونو کې ۱۳۱ طالبان وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان دي، خو وسله‌وال طالبان بیا وايي چې افغان ځواکونو ته‌يې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کندهار، ننګرهار، غزني، لوګر، ارزګان، زابل، هرات، هلمند او بغلان ولایتونو کې پر طالبانو هوايي او ځمکني بریدونه شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې افغان ځوکوانو د طالب وسله‌والو پر ضد پوځي عملیات کړي، خو ماتې يې خوړلې او مرګ‌ژوبله ورسېدلې ده.

نوموړي وویل چې په بغلان کې نږدې ۲۰۰ امنیتي سرتېري هم طالبانو ته تسلیم شوي دي، خو د بغلان ولایتي چارواکي وايي چې یاد ولایت ته ځانګړي امنیتي ځواکونه رسېدلي او د وسله‌والو طالبانو پر ضد عملیات روان دي.

د دې ولایت مرستیال والي ذبیح‌الله احساس ازادي راډيو ته وویل: "له تېرو ۴۸ساعتونو راپه دېخوا وسله‌والو طالبانو د بغلان په نهرین، دهنه غوري او مرکزي بغلان کې په امنیتي پوستو او بېزونو حملې وکړي چې وسله‌والو مخالفینو ته د افغان ځواکونو په دفاعي جګړه کې سخته مرګ‌ژوبله اوښتې ده."

نوموړی وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په جګړه کې نږدې ۱۰۰ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د یو شمېر پوستو او د دغه ولسوالۍ د زوړ ښار د نیولو او افغان ځواکونو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو خبرونه خپاره کړل.

اخوا د لغمان له ولایته هم د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

د دې ولایت الینګار او علیشنګ په ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالب وسله‌والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

د سیمې خلک وايي چې د سختو جګړو له امله‌يې خپلې مېنې پرېښي او امن سیمو ته کډه شوي دي.

خو د لغمان والي رحمت‌الله یارمل رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په علیشنګ ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات روان دي او ډېر ژر به نیول شوې سیمې بېرته دولتي ځواکونو ته په لاس ورشي.

ښاغلی يارمل زياتوي: "په علیشنګ کې وضعیت نورمال دی، زموږ عملیات په ډېر ښه شکل روان دي، دښمن درانه تلفات لري، څه چې موږ يې کرار کړي یو، د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی دی، هیله‌مند یو چې دا ولسوالي به ډېر ژر د وسله‌والو مخالفینو له وجوده پاکه شي، کومې لارې چې تړل شوي ټولې به خلاصېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استېن پرون پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه پورې د امریکايي ځواکونو په شمول په نړیوالو ځواکونو مستقیم کوم برید نه‌دی شوی.

د افغانستان ملي امنیت شورا هم ویلي چې وسله‌والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې پر افغانانو خپلې حملې زیاتې کړې دي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې یو امریکایي سرتېری هم نه‌‌دی وژل شوی، خو یوازې په یوه اوونۍ کې طالبانو پر افغانانو ۸۷۰ بریدونه کړي دي. هغه څه چې طالبان‌يې نه‌مني.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په تېرو درېیو اوونیو کې د وسله‌والو طالبانو په حملو او بریدونو کې لږ ترلږه ۱۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي چې طالبانو د روژې میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۱۰ ځانمرګي او نږدې ۱۰۰ چاودنې کړي چې له امله‌يې تر ۲۰۰ ولسي وګړي ټپیان شوي هم دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин провел личный прием граждан





Москва

Страдания юного Аюша Булчун


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Моргенштерн

Лейбл Алишера Моргенштерна* меняет имидж: от Bugatti Music к новому звучанию




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»

Гандболистки «Ставрополья» в Москве уступили хозяйкам паркета из «Луча»

Брянские парапланеристы завоевали три медали на чемпионате ЦФО


ATP

Теннисист Медведев может спуститься на пятое место в ATP после "Мастерса" в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Британских мужчин запугали феминистки». История москвички, переехавшей в старую добрую Англию



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России