دفاع وزارت: تېرو څو ورځو کې زر طالبان وژل شوي او ټپیان دي
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، په ټول هېواد کې د تېرو څو ورځو په جګړو کې نژدې زر تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي.
جنرال یاسین ضیا نن شنبه (د غويي ۱۸مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په وژل شوېو کې د طالبانو مشران هم شامل دي: "د دښمن نژدې زر تنه مړه او ټپیان شوي دي. په دې ډله کې د طالبانو یو شمېر مهم رهبران هم وژل شوي دي."
جنرال ضیا زیاته کړه چې تازه جګړې په کندهار، هلمند، غزني، بغلان، فراه او هرات ولایتونو کې شوې دي.
ښاغلي ضیا وویل دې جګړو کې افغان امنیتي دفاعي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي خو ده یې شمېر ونه ښود.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې دا تشې ادعاوې دي.