غور کې د سنوکر سیالۍ د پرویز خادم په اتلولي پای ته ورسېدې
![غور کې د سنوکر سیالۍ د پرویز خادم په اتلولي پای ته ورسېدې](https://gdb.rferl.org/EDD7A94B-D670-4296-A7C0-63859EEB66D9_w800_h450.jpg)
په غور ولایت کې د سنوکر سیالۍ د پرویز خادم په اتلولي سره پای ته ورسېدې.
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده نن شنبه (د غويي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې ۲۰ سنوکر لوبغاړو په حذفي شکل ګډون کړی وو.
د ښاغلي قاري زاده په وینا پای لوبه کې پروېز خادم او میرزا شیرزی مخ شول چې پرویز خادم ۳ د ۲ په مقابل کې مېرزا شيرزي ته ماته ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.
په دغو لوبو کې محمد یونس د غور لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.