یو شمېر لویدیځ ډیپلوماتانو افغانستان کې د تشدد د بندېدو غوښتنه کړې
![یو شمېر لویدیځ ډیپلوماتانو افغانستان کې د تشدد د بندېدو غوښتنه کړې](https://gdb.rferl.org/54075e94-9b33-436a-b8d2-1d6b422c2ffd_w800_h450.jpg)
د یو شمېر لویدیځو هېوادونو ډيپلوماتانو پرون جمعه(د غويي ۱۷مه) یو ځل بیا په افغانستان کې د تشدد د بندېدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، ناروې امریکا او همدا راز د ناټو ځانګړو استازو په برلین کې له پرونۍ غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې چې شل مادې لري ویلي چې دوی په افغانستان کې د زور له لارې د یوه حکومت له جوړېدو سره مخالفت کوي.
له دې غونډې سره د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی هم د ویډیو کنفرانس له لارې یوځای شوی و.
د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي طالبان د سولې پلوی غورځنګ وباله: "د افغانستان اسلامي امارت له کومه وخته چې تاسیس شوی تر اوسه یې تل په افغانستان کې د سولې لپاره ډېرې هڅې کړي او ګامونه یې اخیستي دي. زه په حقیقت کې ویلی شم چې د اسلامي امارت ابتدا د سولې په خاطر باندې وه."
خو د پرونۍ غونډې ګډونوالو په خپله ګډه اعلامیه کې د روان تشدد د دوام ډېره پړه پر طالبانو اچولې او له دې ډلې یې غوښتي دي چې نا اعلان شوي پسرلني عملیات ودروي او ژر تر ژره روغتونونو، ښونځیو، جوماتونو او نورو عامه ځایونو ته نژدې بریدونه پای ته ورسوي.