افغان مسوولين: تېره اوونۍ جګړه خونړۍ وه، د ملکي تلفاتو کچه پورته وه
![افغان مسوولين: تېره اوونۍ جګړه خونړۍ وه، د ملکي تلفاتو کچه پورته وه](https://gdb.rferl.org/06AE83DB-83F9-4620-A951-BCDC306DAAF7_w800_h450.jpg)
افغان امنیتي او دفاعي چارواکو نن شنبه (د غويي ۱۸مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د تېرې یوې اوونۍ د امنیتي او سیاسي حالاتو په اړه رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د ملي امنیت عمومي رییس ضیا سراج خبريالانو ته وویل، تېره يوه اوونۍ جګړه تېزه او خونړۍ وه: "تېره اوونۍ یو خونړۍ اوونۍ وه او دښمن دا تصمیم درلود چې حملې زیاتې کړي، دښمن هغه نهايي هڅه ده، له دې وړاندې نور څه نه شي کولی او موږ او تاسو ګورو چې ټول کارونه یې د اصولو خلاف دي. "
د ښاغلي سراج په خبره، په جګړه کې ملکي کسانو ته تلفات اوښتي دي.
نوموړي یې لامل د طالبانو له لوري د خلکو په کورونو کې د سنګرونو جوړول په ګوته کوي، هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا وايي، په داسې حال کې چې د جګړې شدت زیات وو، خو په خبره يې طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.
ښاغلي ضیا زیاته کړه: "جګړې شدت پیدا کړی، کندهار، هلمند، بغلان، فراه او د هرات ځینو ولسوالیو کې جګړه تېزه شوې، خو دې جګړه کې نږدې زر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په وژل شوېو کې د دې ډلې مهم رهبران هم شامل دي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا وژل شوي دي. "
ښاغلي ضیا د یو خبريال په ځواب کې چې افغان دفاعي ځواکونو له دفاعي حالته راوتلي؟ وویل، اوس د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یرغلیز حالت کې دي.
نوموړی وايي، د دوی د موندونو پر بنسټ په هلمند او کندهار ولایتونو کې اوس هم طالبان له القاعده وسله والې ډلې سره ژورې اړیکې لري او هره ورځ د افغان دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې وژل کېږي.
په ورته وخت کې طالبان بیا دغه ادعاګانې ردوي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه (د غويي ۱۸مه) ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې وویل، د جګړې شدت دلیل د مقابل له لوري د عملیاتو پیل دی.
هغه وايي، په تېره اوونۍ کې شااوخوا ۲۵۰ عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او حکومت او طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو خبره کوي.