خلیلزاد: که طالبان د سولې لاره غوره نه کړي، امریکا به د جمهویت ترڅنګ ودریږي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که طالبان د سولې لاره غوره نه کړي نو امریکا به د جمهوریت په څنګ کې ودرېږي.
ښاغلي خلیلزاد سیمې ته د خپل سفر په پای کې په برلین کې د څو لویدیځو هېوادونو له استازو سره په غونډه کې له ګډون وروسته پرون جمعه (د غويي ۱۸مه) پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې که طالبان د سولې او روغې لاره خپله نه کړي نو امریکا به د هغو افغانانو ترڅنګ ودرېږي چې غواړي جمهوریت پرځای پاتې وي.
خلیلزاد زیاتوي چې افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره او د زور له لارې د واک د نیولو د هڅو پر ضد بې سارې نړیواله اجماع رامنځته شوې.
خلیلزاد د ټولو اړخونو پر سیاستوالو غږ کړی چې له دې فرصته کار واخلي.
په همدې حال کې د یو شمېر لویدیځو هېوادونو ډيپلوماتانو پرون جمعه (د غويي ۱۸مه) یو ځل بیا په افغانستان کې د تشدد د بندېدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، ناروې امریکا او همدا راز د ناټو ځانګړو استازو په برلین کې له پرونۍ غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی افغانستان کې د زور له لارې د یوه حکومت له جوړېدو سره مخالفت کوي.
دوی د روان تشدد د دوام ډېره پړه پر طالبانو اچولې او له دې ډلې یې غوښتي دي چې نا اعلان شوي پسرلني عملیات ودروي.