د امریکا سمندري ځواکونو له یوې بیړۍ د وسلو یوه محموله ضبط کړې
د امریکا سمندري ځواکونو په عرب سمندرګي کې له یوې بیړۍ د وسلو یوه محموله ضبط کړې ده.
دغو ځواکونو نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) ویلي، دا ارزوي چې دا وسلې له کومه ځایه بیړۍ کې بار شوې وې او چېرته لېږدېدلې.
له دې وړاندې امریکايي ځواکونو په عرب سمندرګي کې هغه پرمختللې ایراني وسلې ضبط کړې وې چې د یمن حوثي سخت دریځو ته لېږدول کېدې.
په نوېو ترلاسه شوېو وسلو کې لسګونه د ټانک ضد روسي توغندي، زرګونه میله چینایي ټوپک او سلګونه مېله 'پي.کې.اېم' ماشیندارې شاملې دي.
ویل شوي دا وسلې څو ورځې وړاندې له یوې بادي بیړۍ ترلاسه شوي چې په کوم هېواد پورې تړاو نه لري.