د فلسطینیانو او اسرائیلي پولیسو تازه شخړې؛ ۶۴ فلسطینیان ټپيان شول
![د فلسطینیانو او اسرائیلي پولیسو تازه شخړې؛ ۶۴ فلسطینیان ټپيان شول](https://gdb.rferl.org/c101a6a4-b490-44c2-8040-cf4d96cf7647_w800_h450.jpg)
د فلسطینیانو او اسرائیلي پولیسو ترمنځ تېر ماخوستن تازه شخړې رامنځته شوي دي.
دغلته نانندرۍ د اسلام د درېیم تر ټولو سپیڅلي ځای بیت المقدس پر سر او دغه راز د یهودانو له خوا د ادعا له مخې د دوی له ځمکو د فلسطینیانو د شړلو پر سر رامنځته شوي دي.
د تېر ماخوستن شخړې هغه مهال ونښتې چې شااوخوا نوي زره فلسطینیان د قدر د شپې د نمانځلو په موخه اقصی جومات کې راټول شوي وو.
په تازه نښتو کې ۶۴ فلسطینیان ټپيان شوي چې له دې ډلې ۱۱ تنه روغتون کې بستر شوي دي.
دا کسان تر دې وروسته ټپيان شول چې پولیسو پرې ربړۍ ګولۍ، اوښکې بهونکی ګاز او بې سده کوونکې لاسي بمونه وکارول.
تر دې یوه ورځ وړاندې ۲۰۵ فلسطینیان او ۱۸ اسرایلي افسران ټپیان شوي وو.