امنیتي چارواکي: طالبانو پکتیا کې مدني فعال عبدالصمد پکتین وواژه
![امنیتي چارواکي: طالبانو پکتیا کې مدني فعال عبدالصمد پکتین وواژه](https://gdb.rferl.org/f5e17236-3765-492c-8432-8521e9df8fa2_w800_h450.jpg)
د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي وسله وال طالبانو د دې ولایت په مرکز ګردېز کې یو مدني فعال په ډزو وژلی دی.
د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري نن یکشنبه(د غويي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل نن مازدېګر مهال وسله والو طالبانو په ګردېز کې مدني فعال عبدالصمد پکتین وژلی او په ټکو یې قاتل په تېښته بریالی شوی دی.
امیري وايي، د قاتل د نیولو هڅې روانې دي.
پکتین د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکی و چې وخت ناوخت یې د پکتیا او ځینې وخت د هېواد په کچه په مدني فعالیتونو کې فعاله ونډه اخېسته.
د نوموړي له وژل کیدو سره سم د پکتیا ځوانانو او مدني فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې د امنیتي ځواکونو پر رهبرۍ هم تُندې نیوکې کړي چې په وینا یې هر وخت د ورته هدفي وژنو عاملین ترې د ښار په منځ کې په تېښته بریالي کېږي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دې برید مسولیت نه دی منلی .