د پاکستان د پوځ لوی درستیز په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی
![د پاکستان د پوځ لوی درستیز په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی](https://gdb.rferl.org/cdb19a87-07ae-4133-a21c-d43f08a81ab8_cx41_cy6_cw58_w800_h450.jpg)
د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په یوه نا اعلان شوي سفر نن کابل ته راغلی دی.
د ارګ دوو معتبره سرچینو د نوم نهښودو په شرط ازادي راډيو ته وویل، باجوه دا مهال له افغان چارواکو سره په لیدو کتو بوخت دی.
باجوه داسې مهال کابل ته راغلی چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې وسلهوالو طالبانو جګړې تودې کړې دي.
که څه هم د دغه سفر اجنډا لا واضحه شوې نهده، خو تر دې وړاندې افغان چارواکو تل له پاکستانه غوښتي چې له خپل نفوذه په استفادې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي.
کله چې تېره اپرېل میاشت کې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل اعلان کړل، نو افغان ولسمشر پاکستان ته په زغرده وویل چې دوه غوراوي مخکې لري، لومړی له افغانستان سره د ملګرتیا او دوهم هم د دښمنۍ.
پاکستان هم له خپله اړخه ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې بهیر کې مرسته کوي.