غور کې یوه پولیس خپل څلور همکاران په ډزو وژلي
![غور کې یوه پولیس خپل څلور همکاران په ډزو وژلي](https://gdb.rferl.org/61612651-7109-4093-b780-be034ecffd9e_w800_h450.jpg)
د غور چارواکي وایي دغلته یوه پولیس خپل څلور همکاران په ډزو وژلي دي.
دا پيښه تېره شپه د فېروزکوه ښار شمال ته په "تیلک کاسي" امنیتي پوسته کې رامنځته شوې.
د غور د والي ویاند زلمي کریمي ازادي راډیو ته ویلي چې دغه پولیس د پیرې پر مهال خپلو ملګرو باندې ډزې کړي او تښتېدلی دی.
کریمي برید کوونکی د طالبانو نفوذي کس یادوي، خو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.