د ملي مصالحې عالي شورا: لنډمهاله اوربند اساسي او دایمي حل لاره نهده
![د ملي مصالحې عالي شورا: لنډمهاله اوربند اساسي او دایمي حل لاره نهده](https://gdb.rferl.org/0940583D-F0FF-4788-9814-36AFCC10D607_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، لنډمهاله اوربند د دغه هېواد د ستونزو د هواري اساسي او دایمي حل لاره نهده.
دغې شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له اوسني ناورین نه د وتلو لار د سولې د خبرو چټکول، دایمي اوربند او د تل لپاره د جګړې درول دي.
په اعلامیه کې راغلي، د تېرو څلورو لسیزو تجربو ښودلې چې جګړه نهیوازې دا چې د حل لاره نهده، بلکې لانجه نوره هم ژوروي.
د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو غوښتي چې بېرته د سولې خبرو ته وګرځي او دایمي اوربند وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره شپه طالبانو د کمکي اختر د درېیو ورځو په مخه د اوربند اعلان وکړ.
د همدې اوربند په درشل کې بیا جګړه توده شوې او په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې پر دواړو خواوو سربېره ملکیانو ته زیان اوړي.