۱۴۱ افغانان د سعودي عربستان له زندانونو ازاد او افغانستان ته راولېږدول شول
![۱۴۱ افغانان د سعودي عربستان له زندانونو ازاد او افغانستان ته راولېږدول شول](https://gdb.rferl.org/c764c34b-c7c2-4666-b758-b4057bf2ad11_w800_h450.jpg)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۱۴۱ افغانان د سعودي عربستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا شمېر افغانان د اوسېدو د قانوني اسنادو د نهدرلودو له کبله په سعودي کې بندیان وو.
خبرپاڼه کې راغلي دا کسان له کومې جریمې پرته په وړیا ډول له جدې او ریاض ښارونو په الوتکو کې کابل ته لېږدول شوي دي.