ایران د عراق په کربلا ښار کې پر خپلې قونسلګرۍ برید وغانده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عراق په کربلا ښار کې پر خپلې قونسلګرۍ برید غندلی دی.
د دغه وزارت ویاند سعید خطیبزاده نن (د مې په ۱۰مه) په تهران کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې له عراقه غواړي چې د ایران د ډيپلوماتیکو ځایونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
ښاغلی خطیبزاده زیاتوي: "د ایران اسلامي جمهوریت په عراق کې پر خپلو ډیپلوماتیکو ځایونو برید په کلکو ټکو غندي. د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت تهران کې د عراق سفارت ته اعتراضي یادښت سپارلی دی."
د راپورونو له مخې پرون یوه ډله عراقي مظاهرهچیانو کربلا کې د ایران پر قونسلګرۍ هجوم وروړ او یوه برخهیې وسوځوله.